د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير سره د ټرانسپورټ سرپرست وزير ليدنه

Anonymous (not verified)
Mon, Feb 03 2020 9:37 AM
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير سره د ټرانسپورټ سرپرست وزير ليدنه

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير سره د ټرانسپورټ سرپرست وزير ليدنه

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزارت سرپرست او د اوسپنې پټلۍ رئيس محمد يما شمس د ترکمنستان هيواد د بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف سره ددګ افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر اقتصادي اړيکو او د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ د پروژې د پرمختګ په څرنګوالي وليدل او خبرې يي وکړې.

دواړو لورو د اقينه او تورغنډۍ بندرونو څخه د انتقالاتو پر زياتوالي، د تورغنډۍ ـ هرات پروژې د اجرا په اړه د دواړو هيوادونو تر منځ د تخنکي ټيمونو پر ګډه ناسته، د ټرانسپورټي اسانتياو رامنځته کولو، د سوداګرو د ستونزو په حل، د مبادلاتو زياتوالي، د دواړو هيوادونو تر منځ له اوسپنې پټلۍ څخه د انتقالاتو زياتولو، د افغانستان، ترکمنستان، قزاقستان، او چين هيوادونو تر منځ د نوي کوريډور او د افغانستان، ترکمنستان، قزاقستان او روسيه تر منځ کوريډور باندې بحث وکړ او نظرونه يي تبادله کړل.

د ټرانسپورټ وزارت سرپرست محمد يما شمس د ترکمنستان هيواد د مرستو څخه دې مننې ترڅنګ د پټليو د پراختيا به اړه خبرې وکړې، د افغانستات دولت هغې ژمنې ته ژمن دى چې افغانستان به د سيمې هيوادونو د ټرانزيټ لپاره څلور لارې وې او د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا د ارتباط لپاره به د پل حيث ولري او د دې برخې لپاره پراختيايي برنامې په لاس کې لري.

د ترکمنستان د بهرنيو جارو وزير ښاغلي رشيد مردوف د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې څخه هر کلى وکړ، د تورغونډۍ پټلۍ په اړه يي وويل، له دې وړاندې زموږ تخنيکي ټيمونو له دغه مسير څخه ليدنه کړې ده او موږ د افغانستان سره د سروې، ډيزائين او د پروژې د اجرا برخو کې مرسته کوو.

د يادولو وړ ده، چې د ترکمنستان ته د هيواد جمهور رئيس د سفر پر مهال د تورغونډۍ ـ هرات پټلۍ د جوړولو پر امکاناتو ټينګار کړى چې د هغې وروسته د دواړو هيوادونو تر منځ د پټلۍ د جوړولو لپاره د مطالعاتو تفاهم ليک لاسليک شو.

افغانستان په هرات کې د تورغونډۍ بندر او فارياب کې د اقينه بندر په وسيله د ترکمنستان سره وصل دى چې د همدې طريقه انتقالات صورت نيسي.د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير سره د ټرانسپورټ سرپرست وزير ليدنه

د افغانستان اسلامي جمهوريت د ټرانسپورټ وزارت سرپرست او د اوسپنې پټلۍ رئيس محمد يما شمس د ترکمنستان هيواد د بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف سره ددګ افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر اقتصادي اړيکو او د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ د پروژې د پرمختګ په څرنګوالي وليدل او خبرې يي وکړې.

دواړو لورو د اقينه او تورغنډۍ بندرونو څخه د انتقالاتو پر زياتوالي، د تورغنډۍ ـ هرات پروژې د اجرا په اړه د دواړو هيوادونو تر منځ د تخنکي ټيمونو پر ګډه ناسته، د ټرانسپورټي اسانتياو رامنځته کولو، د سوداګرو د ستونزو په حل، د مبادلاتو زياتوالي، د دواړو هيوادونو تر منځ له اوسپنې پټلۍ څخه د انتقالاتو زياتولو، د افغانستان، ترکمنستان، قزاقستان، او چين هيوادونو تر منځ د نوي کوريډور او د افغانستان، ترکمنستان، قزاقستان او روسيه تر منځ کوريډور باندې بحث وکړ او نظرونه يي تبادله کړل.

د ټرانسپورټ وزارت سرپرست محمد يما شمس د ترکمنستان هيواد د مرستو څخه دې مننې ترڅنګ د پټليو د پراختيا به اړه خبرې وکړې، د افغانستان دولت هغې ژمنې ته ژمن دى چې افغانستان به د سيمې هيوادونو د ټرانزيټ لپاره څلور لارې وې او د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا د ارتباط لپاره به د پل حيث ولري او د دې برخې لپاره پراختيايي برنامې په لاس کې لري.

د ترکمنستان د بهرنيو جارو وزير ښاغلي رشيد مردوف د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې څخه هر کلى وکړ، د تورغونډۍ پټلۍ په اړه يي وويل، له دې وړاندې زموږ تخنيکي ټيمونو له دغه مسير څخه ليدنه کړې ده او موږ د افغانستان سره د سروې، ډيزائين او د پروژې د اجرا برخو کې مرسته کوو.

د يادولو وړ ده، چې د ترکمنستان ته د هيواد جمهور رئيس د سفر پر مهال د تورغونډۍ ـ هرات پټلۍ د جوړولو پر امکاناتو ټينګار کړى چې د هغې وروسته د دواړو هيوادونو تر منځ د پټلۍ د جوړولو لپاره د مطالعاتو تفاهم ليک لاسليک شو.

افغانستان په هرات کې د تورغونډۍ بندر او فارياب کې د اقينه بندر په وسيله د ترکمنستان سره وصل دى چې د همدې طريقه انتقالات صورت نيسي.

Latest news

Wed, Mar 29 2023 11:14 AM
Background image

د (IRU) اکاډمۍ د تاسیس هوکړه لاسليک شوه

د آی آر يو(IRU) اکاډمۍ د تأسیس هوکړه لاسليک شوه نن (چارشنبه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله آخندزاده او د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس حسین لخوا د آی آر يو. . .

Tue, Mar 28 2023 9:34 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال په عوایدو کې ۲۲.۵ سلنه زياتوالی راغلی.

د تېر کال په پرتله د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په عوایدو کې ۲۲.۵٪ زياتوالی راغلی. جزیات د یاد وزارت د مالي او اداري مرستيال لخوا په ویډیو کې.....

https://www.youtube.com/watch?v. . .

BACK TO NEWS