د امام محمد وریماچ په مشرۍ د ملي تصدی شورا عالي غونډه
دغه غونډه د مالیې او اقتصاد د وزارتونو د استازو په ګډون د ترانسپورت مالي او اداري معینیت دفتر کې جوړه شوې وه
ښاغلی وریماچ د غونډې ګډون کوونکو ته خپلې ګرمې هرکلی وکړ، د اوسني وضعیت او تصدی په وړاندې یې د ننګونو په اړه خبرې وکړې او دملي بس تصدی چارواکو څخه یې وغوښتل ترڅو اړونده چارواکو ته څومره ژر چې امکان ولري خپل وړاندیز وړاندې کړي
وروسته، د ملي بس تصدی مشر د مالي پلان منظورول، د 1398 مالي کال تصویب او مالي پلان په اړه خپل پلانونه او د ادارې اصلاحات، او هغه ستونزې چې د دې تصدی لاره کی شتون لري بشپړ کړل ، د اړونده ادارو څخه د نورو همکاریو غوښتنه وکره
په اخیر کې، دګډونوالو تر منځ دټول اړخیز بحث وروسته پریکړه وشوه دموجوده ننګونو د حل لپاره، دملي بس تصدی ادارې لخوا وړاندیز شوي پلانونه او پروګرامونه باید دتایید لپاره اړونده څانګو ته واستول شي.