د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي انجنیر یما یاري، په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت له استازو سره په لېدنه

Anonymous (not verified)
Mon, Sep 23 2019 10:09 AM
wakil2

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي انجنیر یما یاري، په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت له استازو سره په لېدنه کې په یاد ولایت کې د ټرانسپورټ وزارت پر لومړیتوبونو او روانو پروژ خبرې وکړې. د نیمروز ولایت استازو د زرنج- دلارام، ګنګ، چهار برجک او چخانسور سړکونو او سرشېلې پُل د رغونې ترڅنک د نیمروز ولایت هوایي ډګر ته د کورنیو الوتکو د پروازونو د ډېرولو او د نوموړي هوایي ډګر د ترمینل د انکشاف غوښتنه وکړه. ټرانسپورټ وزیر اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه، چې ذکر شوې ځینې پروژې د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې په پام کې ونیسي او د ترکار لاندې پروژو نظارت او ساتنې ته پاملرنه ‌‌‌‌‌‌ډېره کړي. د ټرانسپورټ وزیر د پروژو په پلي کولو کې د خلکو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

Sun, Apr 25 2021 10:16 AM
Background image

جمهور رئیس غنی ترانسپورت وزیرلیگیده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلر گزارشینی اېشیتدی

افغانستان اسلامی جمهوریتی جمهور رئیسی محمد اشرف غنی، بوگون توشدن آلدین ترانسپورت وزیرلیگی رهبرلیگی بیلن ییغین اۉتکزیب مذکور وزیرلیکده گی اصلاحات و بجریلگن ایشلرنینگ گزارشینی اېشیتدی.

ا. . .

بازگشت به اخبار