د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي انجنیر یما یاري، په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت له استازو سره په لېدنه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي انجنیر یما یاري، په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت له استازو سره په لېدنه کې په یاد ولایت کې د ټرانسپورټ وزارت پر لومړیتوبونو او روانو پروژ خبرې وکړې. د نیمروز ولایت استازو د زرنج- دلارام، ګنګ، چهار برجک او چخانسور سړکونو او سرشېلې پُل د رغونې ترڅنک د نیمروز ولایت هوایي ډګر ته د کورنیو الوتکو د پروازونو د ډېرولو او د نوموړي هوایي ډګر د ترمینل د انکشاف غوښتنه وکړه. ټرانسپورټ وزیر اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه، چې ذکر شوې ځینې پروژې د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې په پام کې ونیسي او د ترکار لاندې پروژو نظارت او ساتنې ته پاملرنه ډېره کړي. د ټرانسپورټ وزیر د پروژو په پلي کولو کې د خلکو پر همکارۍ ټینګار وکړ.