دترانسپورت وزیرشاغلی یما "یاری" ژوند لیک

 

 

photo

د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د کابینې ځوان غړی ښاغلی یما یاري، د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د ډسمبر له میاشتې را په دېخوا د ټرانسپورټ د وزیر په توګه ګمارل شوی دی.

 

تر دې وړاندې یې د ۲۰۱۷ کال له اګسټ میاشتې څخه تر ۲۰۱۸ کال د ډسمبر میاشتې پورې د ټولګټو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده او په یاد وزارت کې یې د پنځه کلن ستراتیژيک پلان له مخې بنسټیزو اصلاحاتو ته لاره هواره کړې ده. دغه اصلاحات د دې سبب شول چې د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې د بودجې په لګښت کې ډیروالی راغی او ۹۷.۵ سلنه بودجه مصرف شی. د غوره خدمتونو وړاندې کول، حساب ورکونه او د اداري فساد پر وړاندې مبارزه د ده د رهبرۍ مهمې ځانګړنې دي.

 

تر ټولو مهمه دا چې د ټرانسپورټ سکټور لپاره د دوی لیدلوری په دغه سکټور کې د سترو اداري او څارنیزو اصلاحاتو د رامنځ ته کیدو سبب شوی چې له امله یې پنځه ادارې؛ د ټولګټو وزارت، د ټرانسپورټ وزارت، د ملکي هوایي چلند اداره، د اوسپنې پټلۍ اداره او د ترافیکو اداره د ټرانسپورټ وزارت په نوم سره یو ځای شول.

 

د ۲۰۱۴ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۱۷ کال تر سپټمبر پورې یې د جمهوري ریاست د چارو ادارې په چوکاټ کې د ملي تدارکاتو د لوی رئیس په توګه دنده کړې ده. ښاغلي یاري د افغانستان په تدارکاتو کې نوښتونه او اصلاحات رهبري کړل چې په پایله کې یې د ملي تدارکاتو اداره، د ملي تدارکاتو کمیسیون  او د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ درې بریالي نوښتونه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي وحدت حکومت له خوا منل شوي را منځ ته شول.

 

ښاغلي یاري بنسټیز اصلاحات په بریالیتوب سره را منځ ته او عملي کړل چې د تدارکاتو سیستم کې د حساب ورکونې او روڼتیا رامنځ ته کول او د وړتیا لوړونې په خاطر حقوقي چارچوب، ستراتیژۍ، پالیسيانې او میکانیزمونه جوړول دي او په پایله کې یې له درې کلونو څخه په کمه موده کې ۲۰۰ میلیونه ډالره سپما کړې ده. ښاغلي یاري ته د ښو خدمتونو، لاس ته راوړنو، په عامه سکټور کې د اصلاحاتو را وستلو، د فساد پر وړاندې د مبارزې او نورو ښو کړنو په خاطر د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر میاشت کې د جلالتمآب جمهور رئیس غني لخوا د ویاړ عالي دولتي مډال ورکړل شو.

 

په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ستر سلاکار وټاکل شو او د دغې ادارې په تشکیل، د نړیوالو اوسپنې پټلیو د اتحادیې (UIC) او د اوسپنې پټلیو د کوپراتیف د سازمان (OSJD) د غړیتوب په اخیستلو کې یې مرسته وکړه. د ۲۰۱۲ کال په لمړیو کې یې د ټولګټو وزارت د سلاکار په توګه ګمارل شوی وو.

 

له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۱ کلونو پورې یې په انګلیستان هېواد کې له Waterman Group، Capita Symonds او Crossrail کمپنیو سره چې نړیوال شهرت لري د سیول انجنیر په توګه کار وکړ.

 

ښاغلی یاري د لیسانس په کچه یو عالي ډیپلوم د سیول انجنیرۍ په برخه کې د انګلیستان له برایټون پوهنتون او د ماسټرۍ په کچه یو ډیپلوم د انجنیرۍ او سوداګریز مدیریت په برخه کې د لندن له ایمپریل کالج څخه په لاس کې لري. دسیول انجنیرۍ په برخه کې یې د ښو کړنو او څیړنو پر بنسټ د سیول انجنیرۍ د انسټیتیوټ (ICE) لخوا د غوره زده کړیال جایزه هم اخیستې ده.

 

په ۲۰۱۸ کال کې په هېواد کې د مدني ټولنو د تر ټولو غوره سازمان د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ (IWA) له خوا ښاغلي یاري ته د فساد پر وړاندې د مبارزې د اتل لقب ورکړل شو، د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ سره د ښاغلي یاري هڅې او همکاري د دې لامل شوی چې افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د آزادې یا خلاصې حکومت ولۍ (OGP) غړیتوب تر لاسه کړي چې په نړیواله کچه د حکومت او ټولنې تر منځ له همکارۍ څخه ملاتړ کوي.