ټرانسپورټي شرکتونو ته د سهولتونو برابرول او د قانون سره سم د هغوۍ فعالیت کول زموږ د لومړیتوبونو څخه دي.
د ټرانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي نن د ختیځ زون یو شمیر ټرانسپورټي شرکتونو له ریسانو او نورو مسولینو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل په سر کې د راغلو میلمنو په استازول نجیب الله شنیواري او حاجي بسم الله شنیواري خبري وکړي او د پارلمان څخه یې د ښاغلي ذکي د باور رایې اخستلو له امله هغه ته مبارکي وویله او ترڅنګ یې د ټرانسپورټ له وزیر ښاغلي ذکي مننه وکړه چې په ختیځ زون کې د ټرانسپورټي ستونزو د حل برخه کې له دوۍ سره کړي ژمني عملي کړي دي او موږ د زیات شمیر اصلاحاتو شاهدان یو همدارنګه دوۍ خپلې یو لړ ستونزي لکه په تورخم کې د ترمینل ، د جریمي ، او نوري ستونزي مطرح کړي او په دي برخه کې یې د ټرانسپورت وزارت د رهبرۍ مرسته وغوښته.
ورپسي د ټرانسپورټ وزیر دوۍ ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ژمنه کوم چې ستاسو ټولو ستونزو ته به د قانون په چوکاټ کې رسیدګي کوم او هیچا ته اجازه نه ورکوم چې د ټرانسپورټ په چارو کې غیر قانوني مداخله وکړي او ستاسو یادو ستونزو ته به د هر اړخیزه څیړنو وروسته حل لاري پیدا او حل کړو .
ددې ترڅنګ ښاغلي ذکي وویل د ملي عوایدو راټولول او ملت ته یې شفاف حساب ورکول زما د لومړیتبونو څخه دي او هیچا ته اجازه نه ورکوم چې د قانون څخه په سرغړونه ملي عوایدو ته فرار ورکړي،او دا چې قانون موږ ته د سهولتونو او نظم رامنځ ته کولو لارښود دي نو موږ هڅه کوو تاسو ته سهولتونه رامنځ ته او په مقابل کې یې تاسو د قانون په چوکاټ کې فعالیت ترسره کړئ.