د شمالي ولایتونو څخه سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد لومړۍ لړۍ پيل شوه.
د مزارشريف له نړيوال هوايي ډګر څخه مدينې منورې ته د هېواد له شمالي ولايتونو څخه د حاجيانو لومړۍ الوتنه ترسره شوه، چې له مخې يې د شمالي ولايتونو د ۳۳۶ حاجيان سعودي عربستان ته ولېږدول شول.
په ورته وخت کې له شمالي ولایتونو څخه ۱۰۶ حاجیان د کابل نړیوال هوايي ډګر او د ۲۰۰ حاجیانو په ګډون د مزارشریف نړیوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته ولېږدول شول.