د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ادري کارمندانو ته د کمپيوټر لومړينو زده کړو يو مياشتنی ورکشاپ پيل شو.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لورې نویو ټاکل شوو کارکونکو ته د کمپيوټر لومړينو زده کړو يو مياشتنۍ ورکشاپ پيل شو چې نږدې ۲۰ کسان به پکې د لومړينو اداري زده کړو څخه برخمن شي.
د معلوماتي ټينکالوژۍ د مسؤلينو په وینا چې دغه ډول ورکشاپونو څخه يې موخه د کمپيوټر په برخه کې د دغه وزارت د بېلابېلو ادري کارکونکو د ضرفيت لوړول دي، چې په پلي کولو سره به یې ګډونوال د کمپيوټر لومړينو زده کړو څخه برخمن شي.