د ټرانسپورټ وزير د کندهار والي سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ټرانسپورټ وزير انجنير يما ياري د کندهار والي حيات الله حيات سره د ياد ولايت د پرمختيايي پروژو د پلي کولو په اړه په کندهار کې وليدل.
په دې ليدنه کې د کندهار والي په ياد ولايت کې د ټرانسپورټ وزارت د پروژو د پلي کولو په ځانګړې توګه د کندهار د هوايي ډګر سړک د تکميليدو له امله مننه وکړه, د کندهار هوايي ډګر ترمينل ,د ښار د ترافيکي ګڼې ګوڼې, د ويجاړو سړکونو او د ساتنې څارنې همدرانګه د لوړ وزن تللو تلې په اړه تفصيلې خبرې وکړې او د هوايي ډګر د ترمينل د معياري کولو د ترمينل کارکونکو د زده کړو د مسلکي او تخنيکي کارکونکو زياتولو او د نويو سړکونو او پلونو جوړولو غوښتنه وکړه.
د کندهار والي زياته کړه د يو شمېر پرمختيايي پروژو کار نورمال روان دى او د بده مرغه يو شمېر د امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
د ټرانسپورټ وزير په ياد ولايت کې د ټرانسپورټ وزارت لخوا د کار لاندې پرړژو په اړه تفصيلي خبرې وکړې او ويل:
د کندهار ښاز حلقوي سړک د مهمو پروژو څخه ده او د وزارت د لومړيتوب څخه ده چې سروې او ډيزائين يې د وزارت په پلان کې شامل وو.
ښاغلي ياري زياته کړه, د کندهار ــ سپين بولدک د دوهم سړک لومړى او دوهم لاټ, د سپين بولدک تر شورابک څلورم لاټ, د ارغستان ولسوالۍ سړک د بيارغونې او د کندهار د څو نورو پروژو کارونه د کار لاندې دي.
د ټرانسپورټ وزير اړوندو څانګو ته لارښونه وکړه ترڅو د هغو پروژو برسي وکړي کومې چې د امنيتي ګواښ سره مخ دي او د هغو لپاره د پيسو تعديل نظر کې ونيسي او د نويو پروژو په اړه اقدام وکړي.
همدارنګه د ارغنداب ــ خاکريز سړک په ملي برنامه کې شامل دى او د پنج وايي ــ شور اندام 10 کيلومتره سړک د سړکونو د ملي ادارې په پلان کې شامل دى تر څو جوړ شي.