له کندهار نړیوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو لومړۍ الوتنه وشوه
د کندهار له نړيوال هوايي ډګر څخه مدينې منورې ته د حاجيانو لومړۍ الوتنه ترسره شوه، چې په ترڅ کې يې ۳۴۴ حاجيان سعودي عربستان ته انتقال شول.
ټاکل شوې چې د کندهار له نړيوال هوايي ډګر څخه به د کندهار او ګاونډيو ولايتونو حاجيان سعودي عربستان ته ولېږدول شي.