د جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه. نن یکشنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حمیدالله آخندزاده او د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستيال شیخ عزيز الرحمن منصور لخوا
چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیالانو، رئیسانو هم پکې برخه درلوده، د دې وزارت د جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دا جومات چې لګښت يې د ارشاد حج او اوقافو وزارت له لورې ورکول کېږي، په دوو پوړونو کې جوړېږي، چې په يو وخت به تر پنځو سوو زيات لمونځ کوونکي پکې لمونځ ادا کولی شي