د مومند ګروپ له رئیس سره ليدنه ترسره شوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري په يوه ناسته کې د مومند ګروپ له رئیس محمد يونس مومند سره د لايف سټار الیوسف ټرانسپورټي شرکت د بيا فعالېدو په پار ليدنه ترسره کړه، په دې ليدنه کې چې د سوداګرۍ خونې غړو هم پکې برخه درلوده، د ښاغلي مومند له خوا د ښاري عامه ټرانسپورټ په برخه کې د پانګوونې او هيواد ته د معياري موټرو د واردولو ژمنه وشوه او زياته يې کړه چې د ښاري عامه ټرانسپورټ په برخه کې به خپلو خدمتونو ته ادامه ورکوي. د ښاغلي معين له خوا د دوی هڅې وستايل شوې او د کلکې همکارۍ ژمنه يې ورسره وکړه.