د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دفتر رئیس په رهبری د کابل نړیوال هوایی ډګر د ټاور څخه لیدنه وشوه
نن ورځ د کابل نړېوال هوایي ډګر عملياتي آمر د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د دفتر رئیس الحاج پیلوټ عبدالستار غروال او د کابل نړېوال هوایي ډګر دفتر آمر انجنیر عزت الله عارف د کابل نړېوال هوایي ډګر ټاور لېدنه وکړه او محترم احمد ذکي پوپل یې د هوايي ډګر د عملیاتي آمر په توګه کارکونکو ته وروپېژاند ، ښاغلي غروال صاحب ده ته د بریالیتوب غوښتنه وکړه او محترم پوپل یې د یاد آمریت لپاره وړ شخص وباله، ښاغلي پوپل د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د رهبرۍ څخه مننه وکړه چې په ده یې باور کړی ، او زیاته یې کړه چې هڅه به کوي تر څو د هوايي ډګر عملياتي چارې په پوره امانت داری ترسره کړي.