د کابل ــ جلال اباد د دوهم لين سړک د ويجاړو شويو برخو د بيا رغونې چارې پيل شوې
د کابل ــ جلال اباد سړک ځينې برخې د تنګي غازي بند او د خاک جبار ولسوالۍ د خورد کابل په سيمه کې د موسمي اورښتونو له امله ويجاړ شوې دي او د ټرانسپورټ وزارت د سړکونو ملي ادارې لخوا يې د بيا جوړونې کارونه نن ورځ پيل شول او په نږدې وخت کې به ورغول شي
د يادولو وړ ده د کابل جلال اباد سړک 35 کيلومتره اوږدوالى او 11 متره پلنوالى لري.