د کندهار نړیوال هوايي ډګر
دغه هوايي ډګر له نن څخه ۵۸ کاله وړاندې په لس زره دوه سوه جريبه ځمکه کې د کندهار ښار سوېل ته په ١٦ کيلومترۍ کې د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې جوړ شو ، چې د سمندر له سطحې څخه یې لوړوالی څه باندې یو زره او ۱۷ متره دی او د رینالټ کرښه یې۳۲۰۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري.
دغه هوایی ډګر ټیکسي، ریمپونه، یو ترمینل چې په ورته وخت کې د کورنیو او نړیوالو الوتنو لپاره کارول کیږي، د اور وژنې سټیشن، د تیلو ذخیره کولو اسانتیاوې، د هوا پیژندنې سټیشن د تجهیزاتو ترمیم، د پرمختللي څار برج سيستم او نورې ګڼې اسانتیاوې لري.
د دغه هوايي ډګر ترمینل او دفتري ودانۍ د کندهار ولایت له پخواني ساختماني کلتور سره برابره د ځانګړي ډیزاین او جوړښت په لرلو سره جوړه شوي او ترمینل يې په یوه وخت کې د سلګونو مسافرو د ځایولو ظرفيت لري.
په نوموړي هوايي ډګر کې د رسمي میلمنو د تګ راتګ په پار ځانګړی تالار رغول شوی، چې په لوړ کیفیت او عصري ډیزاین جوړ شوی دی، او يو د کارګو ترمینل هم لري، چې نړیوالو بازارونو ته د ۲۵ ټنو تازه مېوې د لېږد ظرفیت لري.
هيره د نه وي چې د دغه هوایی ډګر ټولې عملیاتي برخې فعالې دي او الوتنې په نورمال ډول ترې ترسره کیږي.