د ټرانسپورټ مرستیال وزیر حسنې مبارک عزیزي د افغان جرمن د اتاق مرستیال او د پکتیکا د تجارت او صنایع اتاق له مشر ښاغلي ضیاالحق وزیرزي سره وکتل!
د ټرانسپورټ مرستیال وزیر ښاغلي حسنې مبارک عزیزي له ښاغلي وزیرزي سره په لیدنه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
مرستیال وزیر ښاغلي عزیزي د هېواد د ټرانسپورتي وضعیت او د شته ستونزو په تړاو بحث وکړ، او په دې برخه کې یې د هيواد ګڼې ستونزې او حل لارې شریکې او له خوا یې د حل ډاډ ورکړ شو.
په ورته وخت کې ښاغلي وزیرزی مرستیال وزیر ښاغلي عزیزي ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد د ښېرازۍ او بهبود لپاره به يې له ملګرو لو دوستانو سره هر وخت ترڅنګ ولاړ او ملاتړي وي.