د ټرانسپورت وزیر محترم محمد حمید طهماسی د مسافرینو ترمینل او د باروړونکو موټرو پلیت نصبول پرانیستلو په موخه د ګډ پلاوي په مشرۍ، هرات ولایت ته سفر وکړ.
ښاغلی طهماسی د دې سفر په جریان کې، له ښاغلی محی الدین نوری , د هرات مرستیال اوسرپرست او د امنيې قوماندان امين الله امرخيل سره لیدنه وکړه دوی له هغوی وغوښتل چې د ترانسپورت ستونزو ته د رسیدلو لپاره او د ترانسپورت د پراختیا او اصالحاتو پروګرامونو پلي کولو کې همکاري وکړي.
په دې سفر کې د ترانسپورت وزیر، د خپلو پیرودونکو لپاره د ترانسپورت خدماتو او اسانتیاوو برابرولو لپاره، د مسافرینو ترانسپورټ ټرمینال پرانيستلی او په مختلفو ځایونو او سرحدي بندرونو کې چې په هرات کې د ترانسپورت ترمینل د جوړولو لپاره جوړ شوی و لیدنه وکره
همدارنګه د نظم جوړولو ، د باروړونکو فعالیتونو معیاری کول ، د مالیاتی تیښتې مخنیوي او د ټرانسپورټی موټرو کې د پلیت نصبولو بهیر د اړونده څانګو په همکارۍ پیل کړ.