د ټرانسپورټي موافقت نامو بیا کتنه او عملي کول د هیواد د اساسي قانون سره په تطابق او د اوسني عصر دغوښتنو په اساس د ګاونډيو، سیمي او نړۍ هیوادونو سره د ټرانسپورتي اړیکو ساتل د هیواد د اقتصادي پرمختګ لامل کېږې.
د ټرانسپورټ وزارت د سهار ۸:۳۰ بجو جلسه چې نن د یاد وزارت د وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي په مشرۍ او د وزارت د نورو ریسانو په ګډون جوړه شوي وه د وزارت د بهرنیو اړیکو او قوانینو ریاست ریس محمد ربیع نبي زاده د اجنډا سره سم د تقینیني اسنادو ( قوانین او مقررو ) نړیوال کنوانسینونو، موافقت نامو او نورو اړونده مسولیتونو په اړه مفصل پرزینټیشن وړاندي کړ.
د هیواد د ټرانسپورټ وزیر د اساسي قانون تطبیق او په ځانګړي ډول د ټرانسپورټ وزارت قوانین د ښه ټرانسپورټي نظم راوستلو او په ټول هیواد کې د ټرانسپورټی خدمتونو د وړاندي کولو مهم وبلل او د وزارت د متخصیصینو څخه یې کمیټه وګومارله
ترڅو د هیواد د اساسي قانون په نظر کې نیولو سره د ټرانسپورټ قانون، د ټرانسپورټ وزارت ټولې موافقت نامي هغه که لاسلیک شوي او که د لاسلیک په حال کې دې، ننړیوال کنوانسینونه، سیمه ایز او نړیوال سازمانونه چې افغانستان یې عضویت لري په بشپړه توګه او تخصصي توګه وګوري او د پانګه والو د جلب او تشویق لپاره د ټرانسپورټ سکتور کې ګټه واخلي.
ښاغلي ذکي د ټرانسپورټ برخي په نظم کې د ټرانسپورت قانون، د مقررو جوړول، طرزالعملونه، او مشخصي لایحي اساسي وبللې او اړونده مسولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د هیواد د ټرانسپورټي اتشو د کار د موثریت او شفافیت لپاره بریښنایې انلاین سیستم رامنځ ته ترڅو له مرکز او ولایتونو سره وصل وي.