د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو د ملي انسجام کمیسون له عمومي ریس سره د ټرانسپورت وزیر لیدنه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورت وزیر انجینر یما یاري د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو د ملي انسجام کمیسون له عمومي ریس محمد ابراهیم رحیمي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د یاد شوي کمیسون ریس په هېواد کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق او مدیریت له کبله له ټرانسپورت وزیر څخه مننه او قدرداني وکړه.
هغه دغه راز په لویدیخ زون کې د تر کار لاندې پروژو؛ په ځانګړي ډول د قیصار- لامان د سړک په اړه خبرې وکړې او د پروژو د کار چټکولو، ولسي ستونزو حل او د نورو پرمختیایي پروژو د تطبیق غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي یاري په هېواد کې د پرمختیايي پروژو د تطبیق او د ټرانسپورتي ادارو د ادغام او یو کیدو په اړه بشپړې وکړې او ویې ویل: د قیصار - لامان سړک یوه لویه ملي پروژه او د افغانستان د حلقوي سړک اړوند ده.
د دغه سړک چارې اوس هم روانې دي، چې ښاغلي یاري یې د چارو د چټکتیا او د خلکو د ستونزو حلولو په اړه اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه.
د لیدنې په دوام، ښاغلي رحیمي د پرمختیايي پروژو د تطبیق لپاره د ټرانسپورت وزیر د زحمتونو او هڅو له کبله هغه ته لوح تقدیر ډالۍ کړ.